وسله والو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې ولایتي مرکزونه نیولي دي.
د فراه، فیض اباد او پلخمري ښارونو له نیولو سره د طالبانو لاس ته د ورغلیو ولایتي مرکزونو شمېر ۹ ته ورسېد.
حکومتي چارواکو د فیض اباد او پلخمري د سقوط په اړه څه نه دي ویلي، خو سیمه ییزو سرچینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې تائید کړې ده چې دواړه ښارونه سقوط شوي دي.
د بدخشان سیمه ییزو چارواکو چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نومونه یې افشا شي ویلي دي چې طالبانو د بهارک ولسوالۍ له لوري پر فیض اباد ښار حمله وکړه او د ولایت مقام او نورې دولتي ودانۍ یې ونیولې.
همدا راز له بغلان ولایته ازادي رادیو ته را رسېدلي راپورونه وايي چې پلخمري ښار په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دی او دولتي ځواکونه ترې وتلي دي.