ترکیه له پاکستان سره د افغانستان پر مسایلو وغږېد

د افغانستان پاکستان او ترکیې ګډ بیرغونه

د ترکیې دفاع وزیر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره په دوه اړخیزو مسلو او د افغانستان په اړه غږېدلی دی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د خبرپاڼې له مخې، هلوسي اکار- چې اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی- پرون سې شنبه (د زمري په ۱۹مه) په راولپنډۍ کې له جنرال قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د امریکا متحدو ایالاتونو له ترکیې غوښتي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت وساتي.