د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر اسراییل ته ولاړ

د امریکا د مرکزي استخباراتو رئیس ویلیم بُرنز

د اسراییل او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره هم مهاله د امریکا د مرکزي استخباراتو رئیس پرون سې شنبه (د زمري په ۱۹مه) اسراییل ته لاړ.

له هغه مهاله چې ویلیم بُرنز د تېرکال په ژمي کې د سي ای اې ریاست ترلاسه کړی، لومړی ځل دی چې اسراییل ته سفر کوي.

ویلیم بُرنز به د اسراییل له ولسمشر، صدراعظم او نورو چارواکو سره وویني.

اسراییلي رسنۍ وايي، د دغه هېواد چارواکي د سي ای اې له مشر سره په خبرو کې په دې پوهېدل غواړي چې ایا په ایران کې د ابراهیم ريیسي له واک ته رسېدو سره-سره د بایدن حکومت د ایران اټمي موافقې ته د ورګرځېدو په لټه کې دی او که نه دی.