د ارزګان چارواکي: پر ترینکوټ د طالبانو بریدونه په شا شوي

د ارزګان طالبان

د ارزګان ولایت والي محمد شېرزاد وايي، طالبانو تېره شپه له درېیو خواوو پر ترینکوټ ښار بریدونه کړي خو په وینا یې افغان پوځيانه توانیدلي چې ددوی بریدونه په شا وتمبوي.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "د طالبانو دا بریدونو زموږ د امنیتي او دفاعي د ګډو ځواکونو له لوري د سخت مقاومت سره مخامخ شول، ۴ طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي، طالبان دلته له ملي قیام سره مخ شوي، ټول ولسونه يې پر وړاندې راپورته شوي، ولسي خلکو طالبانو ته پیغام لېږلی چې پر ترینکوټ برید مه کوئ، که نه له سخت غبرګون سره به مخ شئ."

محمد عمر شېرزاد وايي، د یادې جګړې پر مهال یو محلي پولیس وژل شوی او پنځه پولیس ټپیان دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم تایید کړې چې وسله والو یې پر ترینکوټ ښار د تېرې شپې راهیسې بریدونه پیل کړي دي.

نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال يې تر دا مهاله د قطعې د قوماندان لالا په ګډون ۶ کمانډویان وژلي او د قوماندان بډي په ګډون درې نور ټپیان دي او په خبره چې یو شمېر پوستې هم یې سقوط کړي دي.

د ارزګان د ولایتي شورا مرستیال محمد کریمي موسی زوی وايي، افغان دولت باید د طالبانو بریدونه له هغه مخکې شنډ کړي چې تر څو ترینکوټ ښار ته رارسېږي.