ولسمشر غني په امنیتي سفر بلخ ته ولاړ

ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره نن بلخ ولایت ته ولاړ.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ویلي چې ولسمشر غني به د شمالي ولایتونو له والیانو او امنیه قوماندانو سره د سیمې د امنیتي وضعیت او د طالبانو د حملو د شنډولو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مارشال عبدالرشید دوستم هم په شمال کې د جګړو د مشرۍ لپاره بېګاه شپه بلخ ولایت ته ورسېد.

د ملي- اسلامي جنبش ګوند ویاند احسان نیرو نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې د دوستم په مشرۍ د طالبانو پرضد عملیات به نن پیل شي: "پلان دا دی چې د دښمن تصفيوي عملیات د شمال او شمال ختېځ په بېلابېلو سیمو کې پیل شي. له حکومت او امنیتي دفاعي ځواکونو سره په همغږۍ کې به نن د ورځې په اوږدو کې روښانه شي چې عملیات له کوم ځایه او څنګه پیل شي؟"

د جنبش ویاند زیاته کړه، مارشال دوستم تېره شپه له ولسمشر غني سره تر لیدو وروسته او د ولسمشر په امر مزارشریف ته تللی دی.