دوستم، د طالبانو پرخلاف جګړه کې د برخه اخیستو لپاره بلخ ته تللی

عبدالرشید دوستم

راپورونه وايي، مارشال عبدالرشید دوستم، تېره شپه د وسله والو طالبانو پرخلاف په جګړه کې د برخه اخیستو لپاره مزار شریف ښار ته ورسېد.

د جنبش ګوند غړي، احسان نیرو ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی دوستم د ولسمشر په امر بلخ ولایت ته تللی دی: "د افغانستان ولسمشر موافقه وکړه چې مارشال دوستم دې د افغانستان شمال ته سفر وکړي، چې په دې اړه به نن چهارشنبه نور جزییات شریک شي. دی په مزار شریف کې دی، د ده د ځانګړي ګارډ په سلګونو کسان ورسره له کابله تللي دي."

ځینو سرچینو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې ښاغلی دوستم به د جمعیت ګوند د بېلې شوې څانګې له مشر، عطا محمد نور سره د طالبانو په وړاندې د جګړې مشري وکړي.

په وروستیو کې وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال کې ځینې ولسوالۍ او د ځینو ولایتونو مزکرونه نیولي دي.