حنیف اتمر راس وېلسن سره د طالبانو د حملو پر بندېدو وغږېد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر سره پر ښارونو د وسله والو طالبانو د حملو د سملاسي بندېدو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، محمد حنیف اتمر او راس وېلسن پرون پر ښارونو د طالبانو د حملو د بندېدو تر څنګ د سولې پروسې پر تحولاتو هم خبرې وکړې.

د اعلامیې په حواله، ښاغلي وېلسن په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه وښوده او ډاډ یې ورکړ چې واشنګټن به د تاوتریخوالي کمېدو او د پایداره سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په وروستیو ورځو کې د وسله والو طالبانو له خوا د سیمو لاندې کول زیات شوي دي.