د امریکا د متحدو ایالاتونو د نیویارک ایالت والي، ۶۳ کلن اندري کومو د جنسي ځورونو له څو ادعاوو وروسته استعفی وکړه.
کومو چې د ډموکرات ګوند دی، پرون په یوه ټلوېزیوني وینا کې ټینګار وکړ چې ده هېڅ ښځې ته په لوی لاس په سپکه سترګه نه دي کتلي.
ده وویل چې پر ده د جنسي ځورونو لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.
تردې مخکې د نیویارک څارنوال د یوې څېړنې نتیجه خپره کړه چې په کې کومو لږ تر لږه د ۱۱ ښځو په جنسي ځورونه تورن شوی دی.