ارګ: قطر کې پیل شوې مذاکرې به د سولې پروسې د چټکتیا لامل شي

ارشیف، دوحه کې د سولې خبرې

د افغانستان جمهوري ریاست هیله­من دی چې په قطر کې پیل شوي درې ورځني مذاکرات به د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، محمد امیري پرون سې شنبه (د زمري ۱۹مه) رسنیو ته وویل: "د افغانستان دولت د جګړې پر ختمېدو او د سولې خبرو پر چټکتیا باور لري. تمه مو دا ده چې د قطر غونډه د سولې پروسې چټکتیا ته لازمې زمینې برابرې کړي."

په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه ټویټ کې په قطر کې د مذاکرو له دواړو لوریو غوښتي چې د مذاکرو پر مهال دا ټکی په ذهن کې ولري چې د افغانانو ژوند هم اهمیت لري. سفارت وايي، تاوتریخوالی او ویجاړي قدرت ته د رسېدو لار نه ده.

په قطر کې د سولې په اړه غونډه پرون پیل شوه چې نن او سبا هم دوام کوي او د غونډې پر لومړۍ ورځ د افغانستان د سولې پروسې د همکارو هېوادونو له استازو سره خبرې وشوې.

د افغانستان د مذاکره کوونکي هیئت مشر محمد معصوم ستانکزي په پرونۍ غونډه کې پر ښارونو د طالبانو حملې له نړیوالو موازینو او د دوی د ژمنو خلاف عمل بللی دی.

ښاغلي ستانکزي په یوه اعلامیه کې ویلي، دغو حملو د دواړو لوریو ترمنځ د بې باورۍ فضا ایجاده کړې ده.

محمد معصوم ستانکزي پوښتنه مطرح کړې، که طالبان په مذاکرو کې جدي بحث ته تیار دي، د ګډ سیاسي راتلونکي په اړه ولې خپله طرحه نه وړاندې کوي؟

د افغانستان د مذاکره کوونکي هیئت مشر محمد معصوم ستانکزي وویل چې د طالبانو حملو د دواړو لوریو ترمنځ د بې باورۍ فضا ایجاده کړې ده.

دا چې له دې غونډې د طالبانو لوری څه توقعات لري، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د ازادي راډیو پیغام ته د دې راپور تر جوړېدو پورې ځواب ونه وایه.

نن په دوهمه ورځ د ترویکا پلس په نوم غونډه کېږي او سبا پر درېیمه ورځ به د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزه غونډه کېږي. د ترویکا په ډله کې امریکا، روسیه، چین او پاکستان شامل دي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند، فریدون خوځون تمه وښوده چې دغه پیل شوې خبرې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي: "په دغو درېیو واړو غونډو کې هڅه کوو، د افغانستان د سولې پیغام نړیوالو ته ورسوو. تمه مو دا ده چې دغو ناستو کې د مذاکراتو د چټکېدو د جګړې او تاوتریخوالي په اړه بحثونه وشي."

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند، فریدون خوځون وویل چې د دوحې دغو درېیو واړو غونډو کې هڅه کوو، د سولې پیغام نړیوالو ته ورسوو

په قطر کې په پرونیو بحثونو کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم حاضر و چې تر پرونیو بحثونو وروسته یې د طالبانو په اړه په یوه اعلامیه کې انتقادونه کړي دي.

ښاغلي عبدالله ویلي، طالبانو د اعتماد جوړونې لپاره د خپلو بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار وکړ، حال دا چې د بندیانو خوشې کېدو د سولې له پروسې او د جګړې له ختمېدو سره مرسته نه ده کړې.

ښاغلي عبدالله ویلي چې د القاعده شبکې او نورو نړیوالو تروریستي شبکو ترڅنګ له جیش محمد څخه نیولې تر لشکر طیبه پورې په زرګونو تروریستان افغانستان ته داخل شوي او د افغانانو خلاف جنګېږي.

ښاغلي عبدالله ویلي، طالبانو د خپلو بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار وکړ، خو دې کار له سولې سره مرسته نه ده کړې.

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د دوحې په تازه درې ورځنۍ غونډه کې پر طالبانو فشار راوړي چې تاوتریخوالی را کم کړي.

د مې میاشتې په لومړیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جګړې شدیدې شوې او وسله والو طالبانو د ولسوالیو تر څنګ د ځینو ولایتونو پر مرکزونو هم ولکه ټینګه کړه.

د ناامنیو له شدت سره جوخت په قطر کې د سولې د خبرو برخلیک له مبهم حالت سره مخامخ شو.

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د دولت یو هیئت مخکې هم د جولای پر ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې کړې وې، خو دې غونډې څه پرېکنده نتیجه نه درلوده، یوازې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې نورو خبرو ته به ادامه ورکړي.