غزني ښار کې د هاوان لګېدو ۳ ملکیان ووژل او ۱۸ نور ټپيان دي

ارشیف، غزني کې د یوې چاودنې سیمه

د غزني ولایت چارواکي وایي، د طالبانو له‌خوا نن غرمه مهال د هاوان یوه مرمۍ د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د کلاسبز په سیمه ولګېده او ۲۱ ولسي وګړو ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده وویل: "زموږ ۲۱ تنو هېوادوالو ته چې ښځې هم په‌کې شتون لري، مرګ‌ژوبله اوښتې ده چې له ډلې یوې ۳ تنه په شهادت رسېدلي او ۱۸ تنه نور ټپیان دي."

وسله‌والو طالبانو تر دې مهال په دې اړه څه نه‌دي ویلي.