د راپورونو له مخې په فراه ښار کې د ملي امنیت له ودانۍ پرته نورې ټولې دولتي ودانۍ طالبانو نیولې دي.
ویل کېږي د ملي امنیت د ودانۍ شااوخوا نښتې راونې دي.
سیمهییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو له تېرې شپې له څو لورو پر ښار پراخ بریدونه پیل کړي و چې په نتیجه کې یې وتوانېدل د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ او نورې مهمې دولتي ودانۍ ونیسي.
که د فراه ښار بشپړ د طالبانو لاس ته ولوېږي او چارواکي هغه تأیید کړي، دا به اوم ښار وي چې په څه کم یوه اوونۍ کې د طالبانو لاس ته لوېږي.
له دې مخکې زرنج، شبرغان، تالقان، سرپل، کندز او ایبک طالبانو نیولي وو.