افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د ښاري سیمو اوسېدونکو لاسرسی 'ستونزمن' شوی

کابل ته د افغانستان د شمالي ولایتونو یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ.

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنه وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام، د ښاري سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د هلمند، هرات او کندز وضعیت ته په اشاره د روغتیایي تأسیساتو فعالیتونو د دوام غوښتنه کړې ده.

دغه ټولنه چې له ۱۹۸۰ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی، په اوس وخت کې په هلمند، هرات، کندهار، خوست او کندز ولایتونو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.