جرمني: هغه افغانان را غواړو چې هلته یې موږ سره کار کړی وي

د جرمني د مالیې وزیر اولاف شولتس

د جرمني د مالیې وزیر اولاف شولتس ویلي چې جرمني ته به په مصوون ډول د هغو افغانانو ستنول چټک شي چې په افغانستان کې یې د دې هېواد له پوځ سره کار کړی دی.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې شولتس دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د سیمه ییزو کار کوونکو چې د جرمني د ماموریت ملاتړ یې کړی، په برخه کې مسوول دي.

د راپورونو له مخې تر اوسه نژدې زر افغانان چې په افغانستان کې یې د جرمني له ځواکونو سره کار یا ملاتړ کړی، تر اوسه له دې هېواده نه دي وتلي.

له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې جرمني د امنیتي ګواښونو له امله نژدې اته سوه افغان سیمه ییز کار کوونکي او د هغوی د کورنیو شااوخوا دوه نیم زره غړي منلي دي.