د ایران پخوانی څارنوال حمید نوري سویډن کې محاکمه کېږي

د ایران پخوانی څارنوال حمید نوري

د ایران پخوانی څارنوال حمید نوري به نن سې شنبه (د زمري ۱۹مه) په سویډن کې په یوه محاکمه کې ودرول شي.

د سویډن څارنوال نوموړی په ایران کې د په زرګونو سیاسي مخالفانو په اعدام کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

د نوري مدافع وکیل ویلي چې مؤکل یې د ۱۹۸۸ کال په قتلونو کې هر ډول دخالت ردوي.

هغه مهال د حکومت پر امر شااوخوا پنځه زره سیاسي بندیان اعدام شول.

نوري وروسته له هغې چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په نوومبر کې سویډن ته ورسېد، ونیول شو او تر اوسه بندي دی.