خلیلزاد طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی له طالبانو سره د خبرو لپاره نن سې شنبه (د زمري ۱۹مه) د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه وویل چې خلیلزاد به پر طالبانو فشار راوړي چې حملې ودروي او د سیاسي جوړ جاړي لپاره خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې په هغه غونډه کې به نن د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړیږي او درې ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د دولت او طالبانو استازي او د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړو هېوادونو استازي ګډون وکړي.

د افغانستان د دولت په استازیتوب په دې غونډه کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی ګډون کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د قطر په کوربه توب او د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحدو ایالاتونو په همکارۍ د دې غونډې هدف د افغانستان په سوله کې د همکارو هېوادونو ترمنځ د یوې همغږۍ جوړول او د سولې د بهیر ګړندي کول او د تاوتریخوالي درول دي.

د سولې دغه نوې هڅې داسې مهال کېږي چې طالبانو په څه کم یوه اوونۍ کې د نژدې شپږو ولایتونو مرکزونه نیولي دي.