د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې افغان چارواکي باید د پکتیا غږ راډیو د رییس توپان عمري د قتل په اړه سمدستي هر اړخیزه څېړنه وکړي.
دغې نړیوالې کمېټې پرون دوشنبه(د زمري ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې چارواکي دې د نعمت الله همت د خوشې کېدو په اړه هم ډاډ ترلاسه کړي.
د دغې کمېټې په وینا د غرغښت ټلوېزیون خبریال ښاغلی همت د زمري په ۱۸مه طالبانو د لښکرګاه له ښاره تښتولی دی.
د پکتیا غږ خبریال ښاغلی عمري هم د زمري په ۱۷ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې ووژل شو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.