په کونړ کې د شاتو تولید پنځه سلنه زیات شوی دی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره یې د شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړي، څو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي.

د کونړ د کرنې رییس ضیاء الرحمن مومند ازادي راډیو ته وویل چې د دغو هڅو په پایله کې د دې ولایت د شاتو د تولیداتو سږنی کچه تر پنځه سلنې زیاته شوې ده.

نوموړی وایي، په کونړ کې د شاتو مچیو روزلو کاروبار په غوړېدو دی چې دا مهال لسګونه کسان په کې په کار بوخت دي او له همدې لارې خپله حلاله نفقه لاسته راوړي.

ښاغلي مومند وویل چې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ په دې ولایت کې ۶۸ بابه د شاتو مچیو لوی او واړه فارمونه جوړ شوي دي چې د کال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید په زیاتېدو دي.

دا مهال د دې ولایت فارمونو کې له ۳۲۰۰ تر ۳۴۵۰ صندوقه مچۍ تر روزنې او پالنې لاندې دي.

په دې لړ کې لسګونو کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شوې ده او تر ډېره یې اقتصاد ورسره ښه شوي دي.