امنیسټي انټرنېشنل: پاکستان دې د اقلیتونو سمه ساتنه وکړي 

امنیسټي انټرنېشنل

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل وروسته له هغې چارواکو یو هندو اته کلن هلک مقدساتو ته د سپکاوي د سختو قوانیونو پر اساس تورن کړ، له پاکستانه وغوښتل چې د هندوانو او نورو اقلیتونو سمه ساتنه وکړي.

دا مساله د دې سبب شوې چې یو شمېر خلک په سیمه کې د هندوانو پر یوه معبد برید وکړي.

د راپورونو له مخې دغه هلک چې ویل کېږي د پنجاب د بهونګ کلي د یوې دیني مدرسې په کتابتون کې باولې کړي، مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوی دی. په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي سزا اعدام دی.

د جنوبي اسیا لپاره د امنیسټي انټرنېشل کمپاینر ریمیل محي الدین ویلي چې په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي له قوانینو له ډېرې مودې راهیسې ناوړه استفاده کېږي او اقلیت ډلې په نښه کوي، خو دغه قضیه یوه ټکان ورکوونکې او سخته قضیه ده.

نوموړي دغه راز ویلي چا چې پر معبد حمله کړې باید ورسره حساب وشي.

د پاکستان ملي اسامبلۍ دغه حمله چې په تړاو یې تراوسه ۲۲ کسان نیول شوي، غندلې ده.

ویل شوي چې تورن هندو هلک په یوه محافظتي توقیف کې دی او کورنۍ یې ځان پټ کړی. ​