جرمني: د کندز او په ټوله کې د افغانستان اوسنی وضعیت ځورونکی دی

د جرمني دفاع وزیره انګریټ کرمپ کارنباوردا

د جرمني دفاع وزیره وایي، د کندز او په ټوله کې د افغانستان اوسنی وضعیت تریخ او ځورونکی دی.

انګریټ کرمپ کارنباوردا خبره په یوه ټویټ کې وروسته له هغې کوي چې طالبانو په وروستیو پنځو ورځو کې د کندز په ګډون د افغانستان نژدې شپږ ولایتونه نیولي دي.

نوموړې افغانستان ته د جرمني ځواکونو د بېرته استولو احتمال رد کړ او ویې ویل، د طالبانو د ماتولو لپاره به هلته یوې اوږدې او سختې جګړې ته اړتیا وي او که د جرمني ټولنه او پارلمان نه شي کولای ډېر ځواکونه افغانستان ته واستوي، نو له دې هېواده د جرمني او نورو متحدو ځواکونو د وتلو پرېکړه پرځای وه.

جرمني چې ډېر ځواکونه یې په کندز کې ځای پرځای وو، له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو بهیر په جون میاشت کې بشپړ کړ.

په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د جرمنې شااوخوا ۱۵۰ زره سرتیرو برخه اخېستې او ۵۹ سرتیري یې په دې هېواد کې وژل شوي دي.