مارک میلي: افغان ځواکونه کافي وړتیاوې لري ملاتړ ته یې دوام ورکوو

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، افغان امنیتي ځواکونه د جګړې او د خپل هېواد د دفاع لپاره کافي وړتیاوې لري او دوی به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې د جنرال میلي دغه څرګندونې کښلي.

جنرال میلي ویلي، د ولسمشر جو بایډن او د دې هېواد د دفاع وزیر د لارښوونو له مخې به د اړتیا په صورت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي چې ولسمشر بایډن د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پر دې ډلې د امریکایي بي ۵۲ بم غورځونکونکو الوتکو حملو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند یې هم وړمه ورځ د جوزجان د مرکز شبرغان په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو پر مورچو د بریدونو خبره تایید کړه.