د افغانستان روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اندېښنه

ارشیف، هرات کې د طالبانو ضد د ولسي پاڅون کوونکو جګړه

د بشري چارو او بېړنیو مرستو د تنظیم په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په کندهار او هرات ولایتونو کې پر ملکي وګړو د بې‌رحمانه حملو په ترڅ کې له زرو د زیاتو کسانو له مرګ‌ژوبلې وروسته ویلي دي چې د افغانستان د روان وضعیت له کبله سخت اندېښمن دی.

مارتین ګریفیتس نن په یو بیان کې وویل چې افغان ماشومان، مېرمنې او نارینه هره ورځ کړېږي او په تاوتریخوالي، ناامنۍ او وېره کې ژوند ته اړ ایستل کېږي.

ګریفیتس پر ملکي وګړو حملې غندلي او د اوربند غوښتنه‌یې کړې ده. نوموړی زیاتوي چې مرستندویې ټولنې به په افغانستان کې ملکي وګړو ته د مرستو د رسولو هڅو ته دوام ورکړي.

له دې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو ټولنو غوښتنه کړې وه چې د جګړو له کبله له بې‌ځایه شویو افغانانو سره د مرستې په چاره کې د حکومت ملاتړ وکړي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو جګړو له کبله زرګونه خلکو په پلازمېنه کابل کې پناه اخیستې ده.

ښاغلي صالح نن پر ټویټر په یو بیان کې لیکلي، یو زیات شمېر خلکو د طالبانو د بې‌رحمیو، انتقامي حملو، لوټ او جنسي تېریو له کبله کابل ته پناه وړې ده.