د کندز ښاریان: ځای ځای دکانونه خلاص شوي او خلک تګ را تګ کوي  

د کندز ښار

په کندز ښار کې ځای ځای دکانونه خلاص شوي او خلک هم تګ را تګ کوي.

یو شمېر کندزیانو نن دوشنبه د زمري ۱۸ مه ازادي راډيو ته وویل چې نن په ښار کې د خلکو تګ را تګ هم لیدل کېږي او ځای ځای دکانونه هم خلاص شوي دي.

د ځايي اوسېدونکو د خبرو له مخې، له تېرې شپې راهیسې په دننه ښار کې جګړه نه ده شوې، خو د کندز ښار جنوب لوري ته د دورې سر ښارګوټې څخه د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د کندز ښار تېره ورځ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شو، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښار جنوب لوري ته په هوايي ډګر او د پامير ۲۰۱۷ قول اردو کې تجمع کړې ده.