د بغلان چارواکي: پر مرکز پلخمري ښار د طالبانو حملې په شا شوي

د پلخمري ښار یوه څنډه

د بغلان د والي ویاند وايي، پر مرکز پلخمري ښار د وسله والو طالبانو حملې چې له څو لوریو یې پیل کړې وې، په شا تمبول شوي دي.

احمد جاوېد بشارت نن دوشنبه (د زمري ۱۸مه) سهار ازادي راډیو ته وویل، دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د دغو حملو د شنډولو لپاره له مخکې چمتووالی درلود.

بشارت زیاته کړه: "له نېکه مرغه د دوی حملې په شا تمبول شوي، ګډ امنیتي ځواکونه، کومانډو، ملي اردو، ملي امنیت او ولسي پاڅونوال درګرده مقاومت کوي. دوی کوم پرمختګ نه لري خو زیاته مرګ ژوبله ور اوښتې ده."

د والي ویاند وايي، دغه حملې د تېرې شپې له نیمايي پیل شوي چې اوس هم روانې دي.

د ازادۍ راډیو خبریال د سرچینو په حواله وايي چې د ۱۴ اداري واحدونو له ډلې د اوو ولسوالیو پر مزکزونو وسله وال طالبان واکمن دي.