د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ بلوچستان کې د وروستیو حملو پړه ومنله

ارشیف، پاکستان کې له چاودنې وروسته د اطفایی عمله پر سیمه اوبه پاشي.

د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ (BLA) په بلوچستان ایالت کې د وروستیو دوو حملو مسوولیت ومانه.

دوه پاکستاني پولیس پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه چاودنه کې ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

په هغه اعلامیه کې چې په محلي رسنیو او ایمیلونو کې لاس په لاس کېږي، د بلوڅانو دغې بېلتون غوښتونکې ډلې د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په تړاو چې د اګسټ پر ۱۴مه لمانځل کېږي، د نورو حملو خبرداری هم ورکړی.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شهواني په یوه اعلامیه کې ویلي چې بمب په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و او هغه وخت وچاودېد چې د پولیسو موټر په تېرېدو و.

چاودنه په هغه خوندي ساحه کې شوې چې سرینا هوټل په کې دی او ګڼ لارویان ټپیان شوي دي. په بله پېښه کې وسله والو حمله کوونکو پر یوه هټیوال چې پاکستاني بیرغونه یې خرڅول د لاسمي بمب حمله کړې او ټپي کړی یې دی.