ولسمشر محمد اشرف غني ۲۸ ورځې وړاندې د جولای میاشتې په لسمه ڼېته په خوست کې د ولسي خلکو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هغه نظامي افسران چې د پکتیا سقوط شوي ولسوالۍ بېرته ونیسي، په نظامي رتبو به یې ونازوي.
که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې دغې وینا په جریان کې د امنیتي ځواکونو رهبرۍ ته د یادو ولسوالیو د ژر نیولو او په بدل کې یې د نظامي رتبو د ترلاسه کولو مبارکي هم ورکړه، خو لا هم دغه ځواکونه نه دي توانیدلي چې په پکتیا کې د وسله والو طالبانو په لاس د سقوط شوېو ولسوالیو له منځه کومه ولسوالۍ بېرته ونیسي.
د پکتیا یو شمېر اوسیدونکي او مدني فعالان وایي، د دې ولایت په ملکي او نظامي برخو کې له تغیراتو سره-سره لا هم د دوی غوښتنې او هیلې نه دي پوره شوي.
د پکتیا یو تن مدني فعال احسان، احسان وايي: "له ډېرو هیلو او تواقعاتو سره چې نوې رهبري راغله په ملکي او نظامي برخه کې دوه میاشتې وړاندې تغیرات راغلل، اما تر اوسه هم هغوی زموږ د تمې مطابق نه دي راختلي، هغه ډول چې ولسونو تقاضا درلوده، تراوسه چې نهه ولسوالۍ سقوط شوې، هماغسې سقوط پاتې دي او د نیولو یې هېڅ ډول پلان او اراده نه ښکاري."

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، د ټولو سقوط شوېو ولسوالیو د بېرته نېولو لپاره تیاری نیول شوی
مېرزکه، جاني خېل، لجه منګل، احمد خېل، اریوب ځاځي، ډنډ پټان، څمکني، روحاني بابا او زرمت هغه ولسوالۍ دي چې کابو دوه میاشتې وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل چې د ټولو سقوط شوېو ولسوالیو د بېرته نېولو لپاره تیاری نیول شوی دی: "دفاعي او امنیتي ځواکونه په پلان کې لري چې هغه سیمې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لاسته ورغلي، له دوی د بېرته نیولو لپاره ډېر ژر عملیات پیل کړي او یادې سیمې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکې کړي."
ښاغلی مومند په داسې مهال د ولسوالیو د نیولو په اړه د پلانونو د اماده کېدو خبره کوي چې د دې ولایت د مرکز ګردېز په یو شمېر سیمو او سیدکرم ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جګړې ډګرونه تاوده دي.
مومند وایي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د سیدکرم ولسوالۍ زیاتې سیمې له وسله والو طالبانو پاکې شوي او د ښار ځینو پوستو یې بریدونه په شا شوي دي.
دی وایي، د دې نښتو او بریدونو پرمهال په تېره یوه اوونۍ کې ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
په دې جګړو کې د ۹ افغان سرتیرو د وژل کېدو او د ۸ سرتېرو د ټپي کېدو پخلی هم شوی دی.
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته اوښتې مرګ ژوبله کمه ده او وایي، یوازې په تېرو دوو ورځو کې یې د پکتیا په مرکز کې دوې امنیتي پوستې نیولي، ۲۴ سرتیري یې وژلي، ۵ یې ټپيان کړي او ۹ نور یې ژوندي نیولي دي.
نوموړي د نیول شوېو ولسوالیو د ساتلو لپاره د پوره تیاری خبرداری ورکړی دی.