د سربیا ځنګله کې اور؛ شمال ختیځ کې دوه کلي له خلکو تخلیه شوي

د سربیا ځنګلونه

د سربیا په شمال ختیځ کې هغه دوه کلي د تخلیه کېدو په حال کې دي چې دغلته په ځنګله کې د بل شوي اور له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغو کلیو اوسیدونکي خوندي ځایونو ته لېږدول کېږي او د ژغورنې کار کوونکو د بل شوي اور نیمایي برخه کنټرول کړې ده.

په دې سیمه کې له یو سل او پنځوسو په ډېرو سیمو کې اور بل شوی دی چې یوه ځای کې یې ۳۱ کورونه او یو شمېر نورې ودانۍ ویجاړې کړي دي.

د دغې اور لګېدنې لامل د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شوې موسمي ګرمي بلل شوې ده.

د یونان او ترکیې په یو شمېر ګرمو ټاپوګانو کې هم له تېرو دوو اونیو راهیسې ځنګلي اورونه بل شوي او زرګونه کسان له خپلو سیمو نورو ته لېږدول شوي دي.