د افغانستان حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز د وژل شوي مشر دوا خان مینهپال فاتحه نن په کابل کې واخیستل شوه.
د مرحوم مینهپال د فاتحې مراسم د کابل په عیدګاه جومات کې د هغه د کورنۍ، همکارانو، دوستانو او د زابل او کندهار ولایتونو د مشرانو له لوري نیول شوي و چې پهکې حکومتي لوړپوړو چارواکو او عامو خلکو برخه اخیستې وه.
دوا خان مینهپال د تېرې جمعې په ورځ د کابل د اوومې ناحیې اړوند د دارالامان په سیمه کې ترور شو، د وژنې مسؤلیتیې وسلهوالو طالبانو پر غاړه واخیست.
د مینهپال وژل کېدل په ملي او نړیواله کچه وغندل شوه، افغان حمهور رئیس هغه یو رښتینی افغان بچی یاد کړ.
دوا خان مینهپال تر دې مخکې، د جمهور رئیس د ویاند د مرستیال، د عامه کتابتون د رئیس، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس او خیریال په توګه دنده ترسره کړې وه.