پکتیا کې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل او دوه نور ټپيان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې پکتیا ولایت

په پکتیا کې چارواکي د ماین چاودنې په یوه پېښه کې د یوې کورنۍ د ۱۲ غړو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند حیات‌الله نظامي ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اړوند د چینو کلي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر یوه سراچه ډوله موټر چې د یوې کورنۍ غړي په‌کې سپاره و، د وسله‌والو طالبانو له لوري خښ شوی ماین وچاودېد.

نظامي وایي، په دې چاودنه کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان شوي دي چې په وژل شویو کې ۶ ماشومان، ۳ ښځې او ۳ نارینه شامل دي.

په پکتیا کې په ملکي وګړو د ماین چاودنې دغه پېښه لومړنۍ نه‌ده، بلکې له دې وړاندې هم د ملکي وګړو پر وسایطو هغو ماینونو چاودنه کړې چې په عامه لارو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.