ایران د اټمي تړون په اړه د ځنډېدلو خبرو 'پیلولو' ته چمتو دی

د ایران اټمي تأسیسات

د اروپایي ټولنې یو جګپوړی چارواکی وایي چې ایران چمتو دی چې د اټمي تړون په اړه ځنډېدلې خبرې د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې پیل کړي.

فرانسپرس او ډي‌پي‌اې اژانسونو نن په جلا راپورونو کې د یوه جګپوړي چارواکي له قوله چې د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط‌یې څرګندونې کړي، ویلي چې ایراني استازو په وروستیو ورځو کې ورته دا ډاډ ورکړی چې خبرې به په ویانا کې بېرته پیل شي.

دغه چارواکي ویلي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د اروپایي ټولنې مرکچي اینریکي مورا تېره اوونۍ په تهران کې د ایران د نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی او د ایران د مرکچي پلاوي له مشر حسین امیر عبدالهیان سره‌یې خبرې کړې دي.

د دغه چارواکي په وینا ټاکل شوې چې امیر عبدالهیان به د رئیسي په کابینه کې د بهرنیو چارو د وزیر دنده مخ ته وړي، خو تر اوسه پورې دا خبره رسمي نه‌ده اعلان شوې.