کندز کې د «نوي ارچي کانال» د دوهمې برخې د جوړولو چارې نږدې نیمايي بشپړې شوې

د کندز ارچي کانال

په کندز ولایت کې د «نوي ارچي کانال» د دوهمې برخې د جوړولو عملي چارې نږدې نیمايي بشپړې شوې دي.

د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام خپلواک پرون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه کانال د اوبو د مدیریت، د ځمکو خړوبولو او خلکو ته د کار پیدا کولو په موخه جوړېږي. اوس‌مهال یې ۴۰ سلنه چارې مخ ته تللې دي. دغه کانال ۳،۶۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او په زرګونه هېوادوال به ترې ګټه اخلي."

ښاغلي خپلواک دقیقاً ونه‌ویل چې د دغه کانال جوړولو چارې به کله بشپړېږي.