د کندهار هوايي ډګر الوتنې ښايي نن بېرته په عادي ډول پیل شي

د کندهار هوايي ډګر

د کندهار د هوايي ډګر مسؤل هیله‌من دی چې نن یکشنبه به بېرته الوتنې په عادي ډول پیل شي.

پرون هوايي ډګر ته څېرمه د دوو راکټونو د لګېدو له کبله چې زیان‌یې نه‌و اړولی، د الوتنو بهیر ټکنی شو.

د هوايي ډګر مسؤل مسعود پښتون ازادي راډیو ته وویل، توغندي داسې وخت لګېدلي چې له کابله د کام‌ایر هوايي شرکت یوه الوتکه د ناستې په حال کې وه، خو الوتکه له کېناستو پرته بېرته کابل ته ستنه شوې ده.

د زمري/اسد پر نهمه هم د کندهار پر هوايي ډګر توغندي ویشتل شوي وو چې د الوتکو رنوې یې تخریب کړې وه او د الوتنو بهیر یې ټکنی کړی و.