یونان کې سلګونه مأمورانو ځنګلونو کې د لګېدلي اور مړه کولو ته دوام ورکړ

یونان کې لګېدلی اور

پرون شنبه هم په یونان کې د اور وژنې په سلګونه مأمورانو په ځنګلونو کې د لګېدلي اور د مړه کولو چارو ته دوام ورکړ.

د دغه پراخ اور له کبله چې د ریکارډ تر سطحې یې زیاتې ځنګلي سیمې لاندې کړي، په زرګونه کورنۍ کډې کولو ته مجبوره کړي دي.

بل‌خوا په ترکیه کې چې هلته هم په ځینو ځنګلونو کې اور بل شوی، پرون درنو بارانونو د اور لمبې یو څه کمې کړې.

په یونان کې ۱،۴۵۰ تنه اور وژونکي چې ځیني یې له نورو هېوادونو ورغلي، د ۱۵ الوتکو په مرسته د اور د مړه کولو هڅه کوي.

پرون په یونان کې د حرارت درجه ۳۸ ته لوړه شوې وه او اټکل دا دی چې اور به نور هم دوام کوي.