د کندهار پر هوايي ډګر برید؛ د نن ورځې لپاره پروازونه ځنډیدلي

کندهار کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر

په کندهار کې د احمدشاه بابا پر نړیوال هوايي ډګر د راکټي بریدونو له امله کندهار ته د نن ورځې لپاره پروازونه ځنډیدلي دي.

د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر مسوول مسعود پښتون ازادي رادیو ته وویل چې شېبه مخکې پر کندهار هوايي ډګر دوه راکټونه توغول شوي، خو زیان یې نه دی اړولی.

د ښاغلي مسعود په وینا حمله پر داسې مهال شوې چې د کام ایر د مسافرو یوه الوتکه چې له کابله ورغلې وه، د ناستې په حال کې وه، خو پرته له ناستې بېرته کابل ته تللې ده.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په تیره یوه اوونۍ کې د احمدشاه بابا پر نړیوال هوایي ډګر څلورمه راکټي حمله ده .

د تېرې یکشنبې په ورځ په یوه ورته راکټي برید کې د هوايي ډګر ځغاست لیکه تخریب شوې وه چې د یوې ورځي لپاره دغه ولایت ته پروازونه ځنډیدلي وو.