د کندز چارواکي: د تېرې شپې جګړه کې ۱۱ ملکيان وژل شوي

ارشیف، د کندز ښار

د کندز د روغتیا ریاست وايي، په کندز ښار کې د تېرې شپې په جګړه کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندز د عامې روغتیا رییس احسان الله فضلي نن شنبه (د زمري ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، تردې دمه د کندز حوزوي روغتون ته ۱۱ مړې او ۳۸ تنه ټپیان راوړل شوي دي چې تقریبا ټول ملکي وګړي دي.

فضلي زیاته کړه: "په ټپیانو کې یو دوه نظامي پرسونل لرو، نور ټول ملکيان دي او فوتي واقعات مو هم ټول ملکي وګړي دي. دا چې څومره ماشومان، ښځې او نارینه دي له دې چې جنګي حالت دی خو په مجموع کې ۳۸ ملکي ټپیان او ۱۱ فوتي پېښې دي."

د راپورونو له مخې طالبانو تېره شپه له څلورو لورو پر کندز ښار حملې وکړې چې دې نښتو تر نن سهاره دوام وکړ.

د کندز امنیتي چارواکو ویلي دي چې د طالبانو حملې یې په شا تمبولي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.