اسراییلو نن شنبه(د زمري ۱۶مه) د غزې په تړانګه کې دوه اهداف په نښه کړل. له دې یوه ورځ مخکې فلسطیني وسله والو له غزې څخه په څلورو پوکڼیو پورې تړلي اورشیندونکې وسیلې غزې ته نژدې د اسراییلو خاورې ته ورخوشې کړې.
دې پوکڼیو د اسراییلو په یوه کرنیزه ساحه کې اور بل کړ.
د اسراییلو پوځ وايي چې جنګي الوتکو یې د حماس یو پوځي مرکز او د میزاییلو یو ویشتن ځای ویجاړ کړل.
په دواړو پېښو کې د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
پر اسراییلو د پوکڼیو حملې وروسته له هغه پیل شوې چې د حماس د ملګرې ډلې حزب الله له خوا پر اسراییلو د توغندويي حملو په ځواب کې، د اسراییلو پوځ پر لبنان د میزایلونو بریدونه وکړل.