پکتيا کې د واليبال سياليو ټورنمنټ پای وموند

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په پکتيا ولايت کې د واليبال سياليو ټورنمنټ پای ته ورسېد.

د پکتیا ولايت د بدني روزنې رئيس محمد داوود محفوظ نن شنبه (د زمري په ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل چې دغه ټورنمنټ د ملي بيرغ په نوم د دغې ورځې په مناسبت جوړ شوی و.

د ښاغلي محفوظ په خبره، په دې ټورنمنټ کې د ګردېز ښار نه لس لوبډلو ګډون کړی وو.

دغو لوبو چې درې ورځې یې دوام وکړ، د سیالیو اتلولي د غازي اباد لوبډلې په خپل نوم کړه.