امریکا او'G7': ایران عمان کې د تیلو پر بېړۍ د برید مسوول دی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

امریکایي ځواکونو او د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو ایران د عمان په اوبو کې د تیلو د نړیوالې بیړۍ د برید مسوول بللی دی.

د امریکا مرکزي قومانداني وایي، داسې شواهد یې راغونډ کړي دي چې په عرب سمندرګي کې د تیلو پر بېړۍ د ډرون الوتکې برید شوی دی او د شواهد له مخې دا الوتکه په ایران کې جوړه شوې ده.

په دې حمله کې چې د جولای په ۲۹مه وشوه د کښتۍ یو بریتانیایي ساتونکی او هغې چلونکی چې د رومانیا و، ووژل شول.

په ورته وخت کې د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اووه، دا برید غندلی دی او دا حمله یې غیر قانوني بللې ده.

د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې وویل چې ټول شواهد په دې دلالت کوي چې دا حمله ایران کړې ده.

تهران په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.