دفاع وزارت: د نیمروز لپاره د طالبانو والي ووژل شو

د افغانستان په نقشه کې د نیمروز ولایت

د افغانستان دفاع وزارت د نیمروز لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د وژلو ادعا کوي.

د دې وزارت یوه ویاند فواد امان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې عبدالخالق تېره شپه له ۱۴ تنه نورو طالبانو سره د هوایي برید پرمهال د زرنج په ښار کې ووژل شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.