سپینه ماڼۍ: طالبان او د افغانستان ګاونډیان دې سولې ته هڅې زیاتې کړي

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

سپینې ماڼۍ طالبان او د افغانستان ګاونډیان وهڅول چې د افغان سولې او د سیمې د ثبات لپاره هڅې زیاتې کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل چې طالبان او د افغانستان ګاونډیان باید خپله انرژي د افغانستان په سوله او ثبات مصرف کړي.

نوموړې وايي: "که طالبان په نړیواله کچه مشروعیت غواړي، دا اعمال دوی ته دا مشروعیت نه ورکوي، دوی باید په دې لاره روان نه شي، دوی باید دغه انرژي چې په پوځي کمپاین یې لګوي د سولې پر بهیر ولګوي. موږ په ډېر قوت دوی دې ته هڅوو، دا هغه څه دي چې افغانان بیړنۍ اړتیا ورته لري او وروسته له څو لسیزو جګړو دا حق لري، همدا راز دا د افغانستان د ګاونډیانو په ډېره ګټه ده چې تر ډېره خپله انرژي د افغانستان په سوله او د سیمې په ثبات ولګوي."

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت، یوناما مشرې ډیبرالاینز پرون وویل چې په تېر یوه میاشت کې د طالبانو د بریدونو له امله تر زرو ډېر ملکیان په افغانستان کې وژل شوي دي.