د متحدو ایالاتونو او بریتانیا حکومتونو له خپلو وګړو غوښتي دي چې سمدستي له افغانستانه ووځي.
په کابل کې د متحدو ایالاتونو سفارت پر ټویتر په یوه بیان کې امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې په تجارتي الوتنو کې له دې هېواده ووځي.
له دې مخکې د بریتانیا حکومت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی و چې له افغانستانه ووځي ځکه هلته امنیتي وضعیت په خرابیدو دی.
فرانس پرېس اژانس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) خبر وکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت په خرابیدو دی.
لندن دا خبرداری وروسته تردې ورکوي چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي او پرون یې د نیمروز مرکز زرنج ښار ونیو.
دا لومړی ځل دی چې د وروستیو جګړو په ترڅ کې طالبان د یوه ولایت مرکز نیسي.