کورنیو چارو وزارت: وسله وال طالبان له شبرغان ښاره په شا تمبول شوي

د شبرغان ښار

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالب وسله وال له درنو تلفاتو وروسته د جوزجان له مرکز شبرغان ښاره په شا تمبول شوي دي.

د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د تازه دمو ځواکونو له را رسېدو سره، د امنیتي دفاعي ځواکونو انسجام او د ولسي خلکو په مرسته او ملاتړ نه یوازې شبرغان ښار ډېر ژر له طالبانو تصفیه او ونیول شو او دوی د شبرغان ښار څنډو ته وشړل شول، بلکې دوی ډېر زیات تلفات هم ورکړل. سلو تنو ته یې مرګ ژوبله رسېدلې ده او د ښار له څنډو په شا وتمبول شول."

ښاغلي ستانکزي د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل او طالبانو هم د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې جګړو په وروستیو څو اونیو کې زور اخیستی او په دې ترڅ کې پرون د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار د طالبانو په لاس سقوط شو.

زرنج لومړنی ولایتي مرکز دی چې طالبانو د وروستیو جګړو په ترڅ کې ونیو.