د ملګرو ملتونو امنیت شورا د 'مینه‌پال' ترور په کلکو ټکو وغندل شو

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د رییس ترور د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په کلکو ټکو وغندل شو.

دواخان مینه پال پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) په کابل کې په یو تروریستي برید کې چې مسوولیت یې طالبانو ومانه، ووژل شو.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې باربرا ووډ وارډ د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: "د هدفي وژنو شواهد شته. د حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دواخان مینه پال د خواشینوونکي قتل په ګډون حکومتي چارواکي وژل شوي. موږ د اقلیتونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د بشري سرغړونو، جبري ودونو، د ډال په توګه د ملکي وګړو د کارولو او د ملګروملتونو پر ودانیو د حملو له کبله اندېښمن یو."

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن، په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وان برنډټ، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او نورو کورنیو او نړیوالو موسسو او شخصیتون هم پر ټولنیز شبکو په بیانونو کې د مینه پال وژنه په کلکه غندلې ده.