د روسیې ګازپروم دولتي شرکت پرون د اګسټ په شپږمه اعلان وکړ چې د سایبریا په لویدیځ کې د ګاز د پروسس په تاسیساتو کې د اور لګېدنې له پېښې وروسته بهر ته د ګاز د صادرولو بهیر پڅ شوی دی.
د راپورونو له مخې نووي اورېنګوی سیمې ته نژدې په دې اورلګېدنه کې چا ته زیان نه دی اوښتی، خو روسي رسنیو اعلان کړی چې د بلاروس او پولنډ له لارو بهر ته د روسیې د ګاز په صادراتو کې د ورځې یو میلیون مکعب متر کموالی راغلی.
ګازپروم شرکت له دې مخکې د یامال- اروپا د ګاز د پایپلاین په وسیله له یامال ټاپو وزمې څخه د بلاروس له لارې جرمني ته د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په لږه کچه د ګاز صادرات پلان کړي وو.
د ګازپروم چارواکي د دې اور لګېدنې د علت د معلومولو په هدف تحقیقات پیل کړي دي.