د روسیې یوې محکمې امریکایي پانګوال په بند تعلیقي محکوم کړ

مایکل کالوي

د روسیې یوې محکمې پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) امریکایي پانګوال مایکل کالوي د اختلاس په تور په پنځه نیم کال تعلیقي بند محکوم کړ.

د دې حکم له صادرېدو یوه ورځ مخکې کالوي په هغه دوسیه کې چې نړیوالې تجارتي ټولنې له نژدې څارله مجرم وپېژندل شو.

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې د بارینګ واستوک په نوم د پانګونو د خصوصي شرکت بنسټ ایښودونکی مایکل کالوي د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو کې د دې ډلې له نورو مدیرانو سره یوځای نیول شوی و.

کالوي او د دې شرکت نورو مشرانو پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د کالوي قضیې د روسیې او نړۍ د پانګونو د شرکتونو ټولنو ته سخت ټکان ورکړ او یو شمېر چارواکو او مخکښو سوداګرو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه.