امریکايي استازي: بایډن دې د ګوانتانامو پوځي زندان وتړي

د ګوانتانامو زندان

د امریکا د استازیو جرګې په لسګونو ډموکراټ غړیو پرون پنجشنبه(د زمري ۱۴مه) د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه وغوښتل چې د کیوبا په ګوانتامو ټاپو کې پوځي زندان وتړي.

دغه غوښتنه داسې مهال کیږي چې څو اوونۍ وروسته پر امریکا د سېپټمبر د یوولسمې د حملو شل کاله پوره کېږي. هغه حملې چې په نتیجه کې یې دغه زندان پرانیستل شوی دی.

۷۵ وکیلانو بایډن ته په یوه استولي لیک کې ویلي چې د دغه زندان دوام د دغه هېواد پر شهرت یو داغ دی او هغه بشري حقونو او د قانون واکمني ته د پراختیا ورکولو په برخه کې د دې هېواد وړتیاوې زیانمنوي.

په ګوانتیامو زندان کې نژدې اته سوه بندیان ساتل کېدل چې اوس یې شمېر یوازې ۳۹ بندیانو ته رسیږي.

دغو وکیلانو ویلي چې د دغو بندیانو عمرونه زیات شوي او هم هغوی اوس کمزوري شوې دي.

ولسمشر بایډن په جنوري کې د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې د دغه زندان د تړلو لپاره پخوانۍ ژمنه بیا تازه کړه.

په ګوانتانامو زندان کې یو مهم پیژندل شوی بندي، پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې د تروریستي بریدونو مشکوک اصلي طراح خالد شیځ محمد دی.