د امریکا سفارت: طالبان دې د سولې لاره خپله کړي

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارزدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارزدافیر راس وېلسن یو ځل بیا پر طالبانوغږ وکړ چې د سولې لاره خپله کړي.

ښاغلي وېلسن دغه غوښتنه نن جمعه (د زمري ۱۵مه) په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تاوتریخوالی او کرکه هېڅکله هم د حکومتوالۍ د دوام یوه بڼه نه وه.

وېلسن زیاته کړې چې د دې ډلې له خوا مخکیني سرپرې کول او اوسني بریدونه او هدفي وژنې د دې ښکارندویي کوي چې طالبان یوازې تاوتریخوالي پېژني او له سولې وېره لري.

ښاغلي وېلسن وایي، موږ له طالبانو غواړو چې سوله غوره کړي.