چارواکي: بلخ او کاپیسا کې ۳۲ طالبان وژل شوي

کاپیسا کې امنیتي ځواکونه

د کاپیسا او بلخ ولایتونو امنیتي چارواکي وایي، په دې ولایتونو کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په دره افغانیه کې ترسره شول چې په نتیجه کې یې د طالبانو د یوه مهم قوماندان په ګډون د دې ډلې پنځه غړي ووژل شول.

نوموړي زیاته کړه چې په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د دوی له لوري چاته زیان نه دی رسیدلی.

هاخوا په بلخ کی د شاهین قول اردو چارواکي وايي، یوه هوايي حملې ٢٧ طالب وسله وال وژلي.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دا هوايي حمله تېر ماښام د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو د تجمع مرکز شوې ده.

هغه ويلي، پېښه کې ٨ نور وسله‌وال طالبان ژوبل شوي.

طالبانو تر اوسه د دغې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.