ارزګان کې د غوایانو د فارمونو جوړول وده کړې

ارزګان کې د غوایانو یو فارم

په ارزګان ولایت کې په وروستیو کې د غوایانو د فارمونو جوړول زیات شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ د ریاست د معلوماتو پر اساس دغه ولایت کې اوسمهال تر ۲۰ زیات د غوایانو فارمونو په نوي بڼه جوړ شوي چې تر څنګ يې لسګونو کسانو ته د کار زمنیه هم برابره شوې.

د یادې ادارې مشر احمد شاه خیري ازادي راډيو ته دا ښه اقدام وباله او ویې ویل: "په دې سره د غوايي د غوښي کیفت ښه کېږي. فارم لرونکو سره به د اړتیا تر کچې مرسته وکړو څو فارمونه یې وده وکړي."

نوموړی وايي، په دغه ولایت کې سږکال ۷۵ سلنه مالداري او زراعت وچکالۍ ځپلی دی.

ارزګان ولایت یو د افغانستان د هغه ولایتونو څخه چې د کرنې او مالدارۍ د ریاست د معلوماتو پر اساس د ۸۷ سلنه خلکو اقتصاد يې پر مالدارۍ او کرنه ولاړ دی.