تالقان ښار کې نامعلومو کسانو د یوې کورنۍ ۴ غړي ووژل

د تالقان ښار

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې نامعلومو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل.

د امنیې قوماندانې ویاند خلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان چې درې تنه ښځې او یو نارینه دي، تېره شپه اته بجې په یوه کور کې دننه وژل شوي دي.

پولیس وايي، حمله کوونکي په تېښته بریالي شوي او د موندنې لپاره یې پلټنې روانې دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند د دې پېښې علت کورنۍ ستونزه بللې ده.