د پاکستان پنجاب کې قهرجنو خلکو د هندوانو عبادتځای ته اور ورته کړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

پاکستاني چارواکو وروسته له هغې سیمې ته امنیتي ځواکونه ولېږل چې د پنجاب په رحیمیار خان ولسوالۍ کې د قهرجنو خلکو د هندوانو یوه عبادتځای ته اور ورته کړ.

رویټرز خبري اژانس د رحیمیار خان ولسوالۍ د پولیسو ویاند احمد نواز له قوله ویلي چې قهرجنو خلکو وروسته له هغې د هندوانو پر عبادت ځای حمله وکړه چې راپورونه خپاره شول چې یوه هندو هلک د یوه اسلامي ادارې په کتابتون کې متیازې کړي.

نواز ویلي چې پولیس په حمله کوونکو پسې ګرځي او په دې اړه تحقیق کوي چې په کتابتون کې کثافت خپروونکی توقیف شوی هلک هندو دی او که نه؟

د رویټرز د راپور له مخې د جولای په ۲۴مه یوه ملا پولیسو ته د یاد هندو هلک پر وړاندې شکایت وکړ او هغوی دا قضیه مقدساتو ته د سپکاوي په نوم ثبت کړه، خو پولیسو د مشکوک کس نوم نه دی یاد کړی.

په پاکستان کې د هندوانو د شورا رییس وانکواني پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، د هندوانو پر عبادتځای وروسته له هغې حمله وشوه چې د چهارشنبې په ورځ یو چا د دې پېښې جزییات پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړل.

په پاکستان کې مقدساتو ته سپکاوی د اعدام سزا لري.